Home » دسته‌بندی نشده » د اسکار ۲۰۲۴ ګټونکي؛ اوپنهایمر فلم اووه لویې جایزې ګټلې دي

د اسکار ۲۰۲۴ ګټونکي؛ اوپنهایمر فلم اووه لویې جایزې ګټلې دي

د کریسټوفر نولان جوړ کړي فلم «اوپنهایمر» د اسکار اکاډمۍ د جایزو شپږ نویمې دورې د غوره فلم، لارښونې، فلمي اتل، تدوین، موسیقۍ او فلم اخیستنې اووه جایزې ګټلې دي.

د اسکار ۲۰۲۴ د جایزو د ورکړې دا مراسم تېره یکشنبې د کب په شلمه د لاس انجلس دالبي ښار کې ترسره شول.

په دویم مقام کې د «بیچاره ګان» فلم د غوره ښځینه لوبغاړې، د جامو غوره طراحي، غوره سینګار او د صحنې غوره طراحۍ په لرلو سره ټاکل شوی دی. 

د لوړ انیمیشن په برخه کې «ماشوم او کب خوړونکی مرغه» د اسکار ۲۰۱۴ د غوره انیمیشن جایزه ګټلې.

د اسکار ۲۰۲۴ جایزو ګټونکي:

غوره فلم: اوپنهایمر

غوره لارښود: کریسټوفر نولان/ اوپنهایمر

د لومړۍ ښځینه لوبغاړې غوره رول: اما استون/ بیچاره ګان

د لومړي نارینه لوبغاړي غوره رول: کیلین مورفي/ اوپنهایمر

غوره نارینه لوبغاړی: رابرت داوني جونیور/ اوپنهایمر

غوره ښځینه لوبغاړې: داوین جوي رندولف/ پاتې شوي

غوره اقتباسي سناریو: کورد جفرسون/ امریکايي کیسې

غوره اصلي سناریو: ژوستین تریه و ارتور حراري/ د یو سقوط اناتومي

غوره عکاسي: هویته فن‌هویتما/ اوپنهایمر

د غوره لباس طراحي: بیچاره ګان

غوره ګریم: بیچاره ګان

 غوره لوړ انیمیشن: ماشوم او کب خوړونکی مرغه

غوره کوچنی انیمیشن : جګړه ختمه شوه (د جان او یوکو له موسیقۍ الهام)

غوره ترانه: د باربي فلم ترانه بیلي ایلیش زه د څه لپاره جوړ شوی یم.

غوره موسیقي: اوپنهایمر

 د صحنې غوره طراحي: بیچاره ګان

غوره تدوین: اوپنهایمر

غوره نړیوال فلم: تر نظر لاندې سیمه

غور غږ: تر نظر لاندې سیمه

غوره ځانګړې رڼا: ګودزیلا منهای یو

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...