Home » سپورټ » د اسپانیا د فوټبال ګڼ شمېر ښځینه لوبغاړو له لوبو سره پرېکون اعلان کړی

د اسپانیا د فوټبال ګڼ شمېر ښځینه لوبغاړو له لوبو سره پرېکون اعلان کړی

د اسپانیا د فوټبال نېږدې اتیا لوبغاړو ویلي چې له دندې د دې هېواد د فوټبال فدراسیون مشر لوئس روبیالیس د ګوښه کېدو تر مهاله له لوبو سره پرېکون کوي.

لوبغاړو دا اقدام د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو کې له بریا وروسته د لوئس روبیالیس له لوري له خپلمنځي اجازې پرته د جیني هرموسو نومې لوبغاړې شونډو ښکولولو پر ضد د احتجاج په توګه کړی.

د یادونې ده، چې لوئس روبیالیس په دې هکله بخښنه هم غوښتې وه او دا یې په خوښۍ کې یو بې ارادې کار بللی و.

تېره یکشنبه د اسپانیا ښځینه فوټبال ټیم لومړی ځل نړیوال جام وګاټه او د جایزو په مراسمو کې لوئس روبیالیس په داسې حال کې ولیدل شو، چې لوبغاړو ته یې غېږ ورکوله. هماغه وخت نوموړي لومړی لوبغاړې جیني هرموسو لومړی په غېږ کې ونیوه او وروسته یې پر شونډو ښکول کړه.

لوئس روبیالیس بیا له استعفا کولو انکار کړی. نوموړی وايي، د داسې کولو مستحق نه دی.

اسپانیا حکومت د فوټبال فدراسیون مشر ګوښه کولو لپاره اقدامات کوي او د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا هم د انضباطي فعالیت خبره کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...