اسټرالیا کې واکمن کارګر ګوند د یوې افغانې سناتورې فاطمې پیمان غړیتوب د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو له طرحې د ملاتړ له امله تر نامعلومې مودې ځنډولی دی.
د استرالیا ABC نیوز پرون (یکشنبې، د چنګاښ په ۱۰مه) خبر ورکړی چې مېرمن پیمان په کارګر ګوند کې د هغې د غړیتوب ځنډول تایید کړي دي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، فاطمې پیمان په سنا مجلس کې د اسټرالیا د کارګر ګوند د هغه پلان پر ضد رایه ورکړه چې د دې هېواد د «ګرینز» ګوند پلان لري چې د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني.
په دې ګوند کې د هغې غړیتوب د اسټرالیا د لومړي وزیر له خوا ځنډول شوی دی.
د اسټرالیا د کارګر ګوند ویلي چې د مېرمن پیمان د غړیتوب ځنډول به هغه وخت لغوه شي چې هغه خپل دریځ بدل کړي او د ګوند دریځ وڅاري.
خو هغې د خپلې پرېکړې دفاع کړې او “ABC News” ته يې ویلي چې د اړتيا په صورت کې به د کارګر ګوند پرېکړه بېرته ودروي.
د اسټرالیا د کارګر ګوند قوانین اجازه نه ورکوي چې غړو ته د ګوند د دریځ خلاف رایه ورکړي، او دا له ۱۹۸۸ کال راهیسې لومړی ځل دی چې د کارګر ګوند یو غړی د واک پر مهال د ګوند د پرېکړې پر ضد رایه کاروي.