د اسټرالیا په مشرانو جرګه کې افغان سناتورې فاطمې پیمان، د دې هېواد د کارګر ګوند څخه استعفا ورکړه.
اغلې پيمان پنجشنبه د چنګاښ ۱۴مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه یې اړ کړې چې له یاد ګوند څخه ووځي.
نوموړې وروسته له هغې د خپلې استعفا په اړه وویل چې تېره اوونۍ یې د فلسطین د رسمیت پېژندلو لپاره خپله رایه وکاروله له همدې امله کارګر ګوند د هغې غړیتوب وځنډاوه.
دا افغان سیاستمداره د فلسطین ملاتړ کوونکې او د غزې د جګړو پرضد ده.
د پيمان په بیانیه کې راغلي: “زه رد شوې یم. دا کړنه ماته دا راښیي چې یو شمېر غړي هڅه کوي چې استعفا ورکړم.”
پيمان څو ځله پر غزه د اسراییلو له خوا بریدونه او د ماشومانو وژل غندلي چې په دې کړنې سره د خپل ګوند د غړو لخوا د قوانینو په ماتولو تورنه شوې ده.
دې ۲۹ کلنې افغاني الاصله سناتورې له لودیځې استرالیا د یاد هېواد په مشرانو جرګه کې استازولي کوله.