په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي وایي، چې وسله الوطالبانو له ایران سره پر پوله د افغانستان یو اصلي بندر اسلام قلعه او تور غونډۍ ګمرک په ګډون د دغه ولایت درې ولسوالۍ نیولې دي.
په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د خلکو استازي محمد رضا خوشک وطندوست نن شنبه (د چنګاښ ۱۹مه نېټه) رویداد خبري آژانس ته وویل چې د پنجشنې په ورځ د اسلام قعله بندر په ګډون غوریان، زنده جان او کهستان ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولي دي.
وطندوست زیاته کړه:” موږ د هرات ولایت محلي چاروکو سره په اړیکو کې یو او هغو ډاډ راکړ چې تر دوه ورځو پور به د اسلام قلعه بندر په ګډون د دغه ولایت درې ولسوالۍ چې طالبانو په لاس کې دي بیرته به یې ونیسو.”
نوموړي دا هم رویداد خبري آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د اسلام کلا بندر تر نیولو وروسته ګڼ افغان ځواکونه ایران ته اوښتي دي.
بلخوا ټاکل شوې ده چې په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د خلکو استازي نن امنیت شورا کې له حمدلله محب سره د هرات ولایت د امنیت په باره کې خبرې وکړي.