Home » سیمه او نړی » د اسلام اباد لوړې محکمې د عمران خان سزا ځنډولې، خو بله قضیه کې نظربند ساتل شوی
Security officers escort Pakistan's former Prime Minister Imran Khan, as he appeared in Islamabad High Court, Islamabad, Pakistan May 12, 2023. REUTERS/Akhtar Soomro

د اسلام اباد لوړې محکمې د عمران خان سزا ځنډولې، خو بله قضیه کې نظربند ساتل شوی

د اسلام اباد لوړې محکمې له خوا د توشه خانې په قضیه کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په ضمانت د خوشي کولو حکم سره سره به د تحريک انصاف مشر په سمدستي توګه له بنده خوشې نه شي. ځکه ځانګړې محکمې د توشه خانې په قضیه کې د هغه نظربندۍ ساتلو امر کړی دی.

د اسلام اباد لوړې محکمې مشر عامر فاروق د سه شنبې په ورځ د هغه قضیه واورېده او په ضمانت یې د پخواني لومړي وزیر د خوشي کولو امر وکړ.

محکمې خبر ورکړی چې په دې اړه به تفصیلي پرېکړه وروسته خپره کړي.

که څه هم په اسلام اباد کې دغې محکمې د نوموړي ضمانت تر هغه منلی چې د ده د استیناف غوښتنه اورېدل کېږي داسې نه ښکاري چې نوموړی له زندانه خوشي شي.

د عمران خان وکیلان هڅه کوي چې په نورو قضیو کې د هغه د نیول کېدو مخه ونیسي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...