Home » افغانستان » د اسلامي هنرونو نړیواله ورځ؛ هنرمندان اسلامي هنرونه د مسلمانانو د فکر او لید پایله ګڼي

د اسلامي هنرونو نړیواله ورځ؛ هنرمندان اسلامي هنرونه د مسلمانانو د فکر او لید پایله ګڼي

نن د لړم۲۸مه چې د نومبر له ۱۸مې سره برابره او د اسلامي هنرونو نړیواله ورځ ده.
په دغه ورځ يو شمېر هنرمندانو اسلامي هنرونه د نړۍ له سترو هنرونو څخه بللي او هغه د انساني خلاقيت او حيرانوونکې لاسته راوړنې پايله ګڼي.

نظیفه نادر انځورګره او هنرمنده اسلامي هنرونه د مسلمانانو د دیني فکر او بصیرت پایله بولي. هغه رویداد خبري اژانس ته وایي: «د بېلابېلو تمدنونو په نظر کې نیولو سره وینو چې د هنرونو رامنځته کول او وده یې تل د مذهب تر اغېزې لاندې ده. هنر او هنري فعالیتونه د مذهب په شاوخوا کې رامنځته شوي او وروسته د انساني ژوند نورو برخو ته ننوتلي دي.

هغه دغه راز اسلامي هنر د انساني ميراثونو په منځ کې لوړ مقام لرونکی وباله او زياته يې کړه: د اسلامي فرهنګ يو ​​له اړینو توکو څخه اسلامي هنر دی. هغه هنر چې په اسلامي اصولو او عقایدو ولاړ وي او د انسان او ټولنې د اصلاح په لټه کې وي. دا ژور او معنوي هنر د انسان د خلاقیت له حیرانوونکې لاسته راوړنو څخه دی.”

نظیفه نادر د اسلامي هنرونو په اهمیت باندې په ټینګار سره وايي چې په اسلامي هنرونو کې خطاطي، ګرافیک او اسلامي معماري تر ټولو لوړ مقام لري.

ورته مهال د نقاشۍ او خطاطۍ استاد راشد جلا، له رویداد خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: اسلامي هنرونه په تېره بیا خطاطي له سترو هنرونو څخه دي. اووه عربي خطونه؛ ثلث، نسخ، تعلیق، دیواني، جلي دیواني، رقعه او جازة د خطاطۍ تر ټولو مشهور ډولونه دي.

هغه د کعبې او د نبوي جومات نقاشي د مفهومي انځورګرۍ او اسلامي هنر غوره بېلګې بولي.

د اسلامي هنرونو نړیواله ورځ د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۱۸ مه د یونسکو په ۴۰ عمومي کنفرانس کې ونومول شوه او له هغه وخت راهیسې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. د راپورونو له مخې، د دې ورځې د نمانځلو موخه د اسلامي هنر له لارې د اسلام د هنري اړخ او په تمدن کې د کلتور د رول په اړه د پوهاوي لوړول دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...