Home » افغانستان » د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي افغان نجونو او هلکانو ته د زده کړو پر حق ټینګار کړی

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي افغان نجونو او هلکانو ته د زده کړو پر حق ټینګار کړی

د اسلامي همکارۍ سازمان افغانستان ته د خپل پلاوي له سفره وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې باید ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو برابر حق ورکړل شي.

د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي د افغانستان د سفر په ترڅ کې د سرپرست د حکومت د پوهنې، لوړو زده کړو، کورنیو چارو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل.

په دې پلاوي کې د دغه سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی طارق علي بخیت او همداراز د ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، او څو نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان شامل وو.

د اسلامي همکارۍ سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دوی پلاوي د سرپرست حکومت چارواکو ته وریاده کړې چې ټول اسلامي علما په دې برخه کې د نظر یووالی لري چې زده کړه د ښځو او نارینه وو حق او مسوولیت دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...