Home » افغانستان » د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړی صندوق پرانيست

د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړی صندوق پرانيست

ټاکل شوې چې نن سې‌شنبه د (وري په ۲مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران غونډه وکړي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د اسلامي هېوادونو د اړوند مسايلو ترڅنګ به، د افغانستان پر اوسني اقتصادي او بشري وضعيت هم بحث وشي.

له دې غونډې يوه ورځ وړاندې پرون دوشنبه د (وري په لومړۍ) د اسلامي همکاريو د سازمان مشر حسېن ابراهيم طحه د اسلامي پراختيايي بانک په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د مالي مرستې د راټولولو يو صندوق پرانيست.

نوموړي په دې اړه يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د اسلامي همکاريو سازمان افغانستان ته د مرستو په راټولو کې پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی او له ممکنه لارو هڅه کوي څو دغلته د بشري بحران په مهارولو کې همکاري وکړي.

د افغانستان لپاره د مالي مرستو د را ټولولو صندوق په اړه دغه پرېکړه، د اسلامي همکاريو سازمان د غړيو هېوادونو له لوري د نوموړي سازمان په تېره غونډه کې شوې وه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...