Home » افغانستان » د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق جوړوي

د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق جوړوي

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه کې چې پرون يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۸مه) تر ناوخت يې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌باد کې دوام درلود، پرېکړه شوې چې د افغانستان لپاره دې د بشري مرستو رسولو په موخه يو مالي صندوق رامنځته شي.

د ياد سازمان د پرېکړې له مخې، دغه مالي صندوق به د اسلامي نړيوال پراختيايي بانک تر څار لاندې جوړ او فعاليت وکړي.

د اسلامي همکاريو سازمان تر اوسه دا نه ده واضيح کړې چې ياد صندوق ته به د افغانستان بشري وضعيت د مهارولو په موخه څومره بوديجه ورکړل شي؟

د ياد سازمان غړيو ويلي چې د افغانستان بشري وضعيت ښه‌والي لپاره، د ځانګړي مالي صندوق رامنځته کول ګټور دي او دغه صندوق به د افغانستان بشري ستونزې تر يوه بريده راکمې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...