د راپورونو له مخې تېره شپه اسراییلي ځواکونو په غزه کې پر حماس دلې بمبارونه کړي چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګدون ۳۵ فلسطینیان وژل شوي او ۲۳۳ کسان تپیان شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په وژل شویو کې ۱۲ ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي.
په مقابل کې حماس ډلې هم پر اسراییل توغندي توغولي چې د کره مالوماتو پر بنسټ په دې بریدونو کې پنځه اسراییلي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د جګړې له پیل تر اوسه پر فلسطین نږدې ۱۰۰۰ توغندي توغولي دي.
د اسراییلي پوځ او فلسطین ترمنځ دا نښتې تېرو دوو کلونو کې تر ټولو خونړۍ دي، چې اقصی جومات کې پر فلسطیني مظاهره چیانو د اسراییلي پولیسو په برید سره پیل شوی دی.
لاریونوال د بیت المقدس ختیځ ته په شیخ جراج سیمه کې له خپلو کورونو د فلسطیني وګړو د اېستلو درېدل غواړي.
ملګرو ملتونو له دواړو لوریو غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي، کنه د یوې لوې جګړې پیل کېدلی شي.
د راپورونو پر بنسټ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن په یوه غونډه کې دا کړکېچ وارزوي.