Home » سیمه او نړی » د اسراییلو په برید کې د بهرنیو  مرستندویانو وژل کېدو بایډن غوسه کړی

د اسراییلو په برید کې د بهرنیو  مرستندویانو وژل کېدو بایډن غوسه کړی

د «نړیوال مرکزي پخلنځي» مرستندویه موسسې د کارکوونکو پر موټر باندې د اسراییلو له هوايي برید څخه دوې ورځې وروسته، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې دی پر دې پېښه «غوسه او زړه مات شوی» دی.

بایډن پرون (سې شنبه، د حمل ۱۴ مه) په یوه خبري کنفرانس کې پر اسراییلو انتقاد کړی چې د ژغورنې د کارکوونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره یې کافي اقدامات نه دي کړي.

ښاغلي بایډن ټینګار کړی چې د دې پیښې په اړه د اسراییلو څېړنې باید «چټکې او مسوولانه» وي، او پایلې یې باید په ډاګه شي.

تېره دوشنبې د اسراییلو په هوايي برید کې د یوې مرستندویه موسسې کارکوونکي د فلسطیني موټر چلوونکي سره ووژل شول.

په راپورونو کې وژل شوي د اسټرالیا، بریتانیې، پولنډ، امریکا او کاناډا اتباع بلل شوي دي.

بلخوا د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک د بريد په اړه د سمدستي پلټنو غوښتنه کړې او د اسټراليا لومړي وزير انتوني البانيز هم ويلي، چې د اسراییلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ته يې خپل احتجاج څرګند کړی دی.

د ویلو ده چې د دوشنبې له هوايي برید وروسته د دې مرستندویې موسسې په ګډون څو مرستندویه موسسو اعلان وکړ چې دوی په غزه کې خپل عملیات ځنډوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...