د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په لومړي ځل د فساد اړوند محکمې ته حاضر شو او ویلی یې دي چې، د خپلو سختو امنیتي تګلارو له امله تر څار لاندې دی.
نوموړي محکمې ته پر ده د فساد د لګول شویو تورونو په اړه سپیناوی ورکړ چې، اسراییل په غزه کې جګړه کې دی او د دې احتمال شته چې سوریه کې د بدلونونو له امله له نورو ناامنیو سره هم مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ اسراییلي قاضیانو پرېکړه وکړه چې، نتنیاهو باید د خپل ځان سپیناوي په اړه اوونۍ کې درې ځلې محکمې ته حاضر شي.
نوموړی د دې پرېکړې له امله اړ شو چې د دفاع وزارت د جګړې د کنټرول له خونې، د محکمې خونې ته تګراتګ وکړي.
د اسراییلو لومړی وزیر د میلیونرو ملګرو د ډالیو او د ښو خبرونو پوښښ لپاره رسنیو ته د قانوني امتیازونو غوښتنو او نورو جرمونو په تړاو په فساد تورن پېژندل شوی دی.