د اسرایيلو هوايي ځواکونو په غزه کې د «شهدا الزیتون» په نوم د یو پخواني ښوونځي پر ودانۍ بريد کړی، چې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان پکې وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د اسرایيلو پوځ وايي، بريد يې دقيق و او هغه خونه يې په نښه کړې چې د حماس ډلې غړي په کې ځای پر ځای شوي وو.
اسراییلي پوځ ادعا کړې چې دغو کسانو پر اسرایيلو د بريد پلان درلود.
همداراز تېره اوونۍ د حماس د ملکي دفاع ادارې د غزې په جنوب کې د بېځايه شويو لپاره په خوندي سيمه کې د اسرایيلو په بريدونو کې د لږ تر لږه ۴۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو نیوکو سره سره پر غزه د اسراییلو لخوا بریدونه دوام لري.
د حماس د روغتیا وزارت په وینا تر دې مهاله د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۴۰زر فلسطینیان وژل شوي دي.