Home » سیمه او نړی » د اسراییلو لخوا پر غزې د هوایي برید له امله ۳۳کسان وژل شوي

د اسراییلو لخوا پر غزې د هوایي برید له امله ۳۳کسان وژل شوي

د غزې ملکي دفاعي ادارې ویلي چې د دې تړانګې د جبالیا سیمې سره نږدې د اسراییلو له خوا پر غزې د هوایي برید له امله ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د غزې ملکي دفاعي ادارې ویاند، محمود بصال د ۳۳ کسانو وژل تایید کړي او دا یې هم ویلي چې لسګونه نور کسان ټپيان شوي، خو د العوده په روغتون کې یوې سرچینې بیا فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې په یاد برید کې ۲۲ کسان وژل شوي او نږدې ۷۰ نور ټپيان شوي دي.

د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (جمعه، د تلې ۲۷مه) ویلي چې د غزې په شمال کې د خلکو بشري وضعیت په اړه اندېښمن دی او زیاته کړې یې ده چې هلته کورنۍ په داسې حالت کې ژوند کوي چې درنه هوایي بمباري پرې کېږي.

د غزې په شمال کې دا وژنې داسې مهال کېږي چې حماس منلې، چې سیاسي مشر یې، یحیی سنوار د رفح په ښارګوټي کې په هوایي برید کې وژل شوی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...