د اسراییلو جنګي الوتکو وروسته له هغې د یمن په حدیدهی بند برید کړی چې په تل ابیب ښار کې د حوثیانو د یوې بې پيلوټه الوتکې په برید کې یو غیر نظامي اسراییلی ووژل شو.
د اسراییلو دا برید پرون (شنبې د چنګاښ ۳۰مه) شوی دی.
د فرانس پرس د راپور له مخې، له دې برید وروسته د اسراییلو د اردو ویاند، ډانیل هگاري ویلي چې دا برید اف – ۱۵ جنګي جیټ کړی او بېرته قرارګاه ته راستنې شوې دي.
هګاري حواثیان تورن کړي چې هغوی د حدیده بندر د ایراني جنګي وسلو د لېږد لپاره د اصلي لارې په توګه کاروي.
د حوثیانو یو مهم چارواکي، محمد عبدالسلام په یوه بیانیه کې د اسراییلو دا برید پر یمن تېری بللی او ویلي یې دي چې په حدیده کې د دې برید موخه د سون توکو یوه زېرمه او د برېښنا یو بند و چې یمن اړ کړي چې د فلسطین له ملاتړ لاس واخلي.
حوثیانو د تېر کال د نوامبر میاشتې له نیمایي او په غزه کې د حماس او اسراییلو د جګړې په جریان کې په سره سمندرګي کې خپل بریدونه پيل کړل.
د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثیانو ویلي وو چې هغه بریدونه یې په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ په موخه ترسره کړي وو.