Home » سیمه او نړی » د اسراییلو او حماس ترمنځ‌ د اوربند په تړاو نړیوالو غبرګونونه

د اسراییلو او حماس ترمنځ‌ د اوربند په تړاو نړیوالو غبرګونونه

له هغه وروسته چې متحدو ایالتونو، مصر او قطر د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د تړون خبر ورکړ، په نړۍ کې یو شمېر هېوادونو د دغه خبر په اړه غبرګونونه وښودل او هیله یې کړې چې دا تړون په غزې کې د جګړې پای شي.

حماس ویلي چې دا اوربند «د فلسطین د لوی ولس د نه باور کېدونکي او زموږ د زړور مقاومت پایله ده.»

د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دوې متخاصمې ډلې د غزې په تړانګې کې تړون ته ورسېدې او د دواړو خواو ترمنځ دا اوربند به د یکشنبې په ورځ پیل شي.

ال ثاني وویل: “هیله لرو چې دا وروستۍ جګړه شي او هیله ده چې ټولې خواوې د دغه تړون شرایطو ته ژمن شي.”

نوموړي وویل چې د دغه اوربند په لومړي پړاو کې چې ۴۲ ورځې دي، حماس به د ماشومانو، زړو، ناروغانو او ټپیانو په ګډون ۳۳ برمته شوي‌ کسان خوشي کړي او اسراییلي ځواکونه به په دې پړاو کې له غزې څخه وځي‌ او په سرحد کې ځای په ځای کېږي.

بلخوا د اسرایيلو ولسمشر ایزک هرتزوګ وویل چې دا تړون د برمته شویو د خوشي کولو لپاره «یو سم اقدام» دی.

خو د منځګړو لخوا د اوربند له اعلانولو وروسته د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر خبرداری ورکړ چې په دې برخه کې یو شمېر مسلې نه دي حل شوې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...