Home » سیمه او نړی » د اسراییلو او ایران ترمنځ کړکېچ؛ بایډن له ایران څخه غوښتي چې پر اسراییلو برید ونه کړي

د اسراییلو او ایران ترمنځ کړکېچ؛ بایډن له ایران څخه غوښتي چې پر اسراییلو برید ونه کړي

د اسراییلو او ایران ترمنځ له کړکېچ سره هممهاله د امریکا ولسمشر، جو بایډن له ایران څخه غوښتي چې د اسراییلو پر وړاندې له هر ډول نظامي برید څخه ډډه وکړي.

بایډن دا څرګندونې پرون (شنبې، د زمري ۲۰مه) په دلاور ایالت کې له کلیسا څخه د وتلو پرمهال کړې دي.

هغه ويډیو چې په امریکایي رسنیو کې خپره شوې، یو خبریال له بایډن څخه پوښتنه کوي: «ایران ته څه پیغام لرئ؟» بایډن په ځواب کې وایي: «نه دې ترسره کوي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د ایران او اسراییلو ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتېدو دی.

ایران د حماس د سیاسي دفتر مشر، اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غبرګون کې اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې پر دوی به غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.

بلخوا د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) هم په دې وروستیو کې د منځني ختیځ په یوه اډه کې د F-۲۲رادار سیسټم او مهماتو د ځای پرځای کولو اعلان کړی، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنې راپورته کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...