د اسرائیلي پارلمان پخواني مرستيال او د ښي اړخي هویت ګوند مشر “موشي فیګلین” په یوه وینا کې د بېروت خونړۍ چاودنې ښه ننداره بللې.د
نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه یو پیغام کې ويلي:” په عبراني جنترۍ کې د اګست څلورمه او پنځمه نیټه د عاشقانو ورځې دي چې په مناسبت یې موږ د بیروت په بندر ډېره ښکلې ننداره وکړه.”
موشي فیګلین د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: “زه د،هغو چاودیدونکو موادو په اړه معلومات لرم چې بیروت یې په کنډوالو بدل کړ دا زما په ژوند کې تر ټولو ښه شیبه وه.”
د اسرائیلو د پارلمان دغه پخواني مشر او مطرح سیاستوال ويلي مونږ به له دې وروسته هرکال دغه ورځ د خوښۍ په ډول لمانځو او مونږ له هغو قهرمانانو مننه کوو چې دا ننداره يې وړاندې کړه.
باید وویل شي چې وړمه ورځ د لبنان په پلازمینه بیروت کې دوه سترو چاودنو په زرکونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د بیروت ښار ډیره برخه يې ویجاړه کړه.
د ننګرهار ملي امنیت ځواکونو د پچيراګام ولسوالۍ په ياغي بند سیمه کې د وسله والو طالبانو له یوه پټنځای څخه يو ميل راکټ انداز کشف او تر لاسه کړي دى