الجزيرې ټلوېزيون ادعا کړې، چې د فلسطين په ويسټ بانک سيمه کې يې خبرياله د اسرائيلي ځواکونو له لوري په ډزو کې په نښه او وژل شوې ده.
دې ټلوېزيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې شرين ابو اکلي په ويسټ بانک سيمه کې د اسرائيلي ځواکونو د يوې چپې د خبري پوښښ په موخه سيمې ته تللې وه؛ خو د يادو ځواکونو له لوري په ډزو کې وژل شوې ده.
د الجزيرې په خبره، دا پېښه نن چهارشنبه سهار وختي د (غويي په ۲۱مه) رامنځته شوې ده. دې ټلوېزيون دغه کار قصدي عمل بللی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي چې اسرائيلي ځواکونه حساب ورکولو ته راکش کړي.
اسرئيلي ځواکونو هم د شرين ابو اکلي وژل کېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې په دې اړه به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي. د يادو ځواکونو په خبره، ممکن نوموړې د فلسطيني وګړو له لوري په نښه شوي وي.