په سوريې کې د بشري حقونو څارونکې ډلې خبر ورکړی چې د اسرائيلي ځواکونو له لوري په ترسره شوي هوايي بريد کې د سوريې ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.
دې ډلې ويلي چې دغه بريد ان دوې ورځې وړاندې د سې شبنې په ورځ (د غبرګولي په ۱۸مه نېټه) د حمص ښار يوې څنډې ته پروت په خيربيتالتين په نوم يوه کلي کې شوی.
د سوريې د بشري حقونو دې څارونکې ډلې زياته کړې چې په هوايي بريد کې د سوريې هوايي ځواک قرارګاه په نښته شوې چې ۷ پوځيان او ۴ د حکومت اړوند ملېشه ځواکونو سرتېري په کې وژل شوي.
د سوريې پوځ هم ياد هوايي بريد تائيد کړی او ويلي يې دي، په دغه بريد کې د يوه پوځي مرکز شاوخوا سيمې په نښه شوي او هېچا ته په کې زيان نه دی اوښتی.
اسرائيلي ځواکونو وروسته تر هغې د سوريې په حمص، حما او لاتاکيا ولايتونو کې د حماس پر جنګياليو بريدونه پيل کړل چې د تېرې دوشنبې په ورځ د دواړو خواوو ترمنځ شوی اوربند په ۱۱مه ورځ مات شو.