د استرالیا ددفاع وزیر لیندا رینولدس رسنیو ته ویلي چې په وروستیو اونیو کې یې په افغانستان کې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد او خپل وروستی سرتېری یې هم له دغه هېواد ایستلی دی.
د لیندا رینولدس په وینا په افغانستان کې یې په وروستیو اونیو کې ټولټال اتیا سرتېري وو چې د سفارت او ديپلوماتیک ماموریت ساتنه یې کوله خو اوس دغه ډله له افغانستان وتلې ده او په دې توګه یې دلته ماموریت بشپړ شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په تېرو شلو کلونو کې یې شاوخوا ۳۶ زره سرتېرو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی.
استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د هغو سرتېرو له ډلو وو چې دلته یې جنګي جنایتونه ترسره کړي او په نړیوالو محکمو کې په دې تړاو دوسیې پرتې دي.
استرالیا بیا څو میاشتې مخکې په کابل کې د خپل سفارت د تړلو خبر ورکړی و.