د استادانو سراسري اتحادیې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ولسمشر څخه غوښتنه کړې ده چې په سیاسي تعاملاتو کې ښوونیزې او تحصیلي ادارې زیانمنې نه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر باید لوړو زده کړو وزارت ته متخصص، صادق، لایق، وطن دوست او داسې کس معرفي کړي چې سترو ملي اهدافو ته رسېدل یې لومړیتوب وي.
خبرپاڼه کاږي، دوی د قوم، سمت، مذهب او ژبې پر بنسټ کابینې ته د کوم کس معرفي کېدو سره مخالفت نه لري خو په خبره یې، لوړو زده کړو وزارت ته داسې څوک غواړي چې لږ تر لږه د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې، په اکاډمیکه برخه کې ۱۵ کاله بریالۍ کاري تجربه ولري، له فساد، تعصب او اختلاسه پاک وي، د افغانستان د ملي منافعو، ملي ارزښتونو، دین، تاریخ او فرهنګ په اړه پوره معلومات او پر ملي ژبو پوره تسلت ولري.
د اعلامیې وروستۍ برخه کې راغلي، د استادانو سراسري اتحادیه له ولسمشر غني او د هغه له سیاسي شریکانو غواړي چې د دوی غږ ته لبیک ووایي څو دوی نورو مدني حرکتونو ته مجبور نه شي.