د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې په تېر کال کې دې ادارې له ۱۷۷ زر او ۲۰کسانو امتحان اخیستی، چې ۸۷زره او ۱۰۳بریالي کسان یې بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي.
د ازموینو ملي ادارې مشر، عبدالباقي حقانی نن (شنبې، د وږي ۱۰مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د تېر کال په جریان کې په ټوله کې ۵۸ټولیزې ازموینې اخیستل شوې او پایلې یې اعلان شوې دي.
حقاني وویل ، د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه د ۹۷زره او ۹۱۷ کسانو لپاره د شمولیت د کارت سربېره په څلورو ژبو، پښتو، دري، انګلیسي او عربي پوښتنې چمتو شوې وې.
مسوولانو وویل: “د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې وخت له ۱۶۰ دقیقو څخه څلور ساعته شو، ترڅو زده کړیالانو ته لازمې اسانتیاوې چمتو شي.”
د ازموینو ملي ادارې همداراز اعلان کړی چې د یادې ادارې د روان کال لومړیتوبونه د ۱۴۰۴ کانکور لپاره د لازمو تدابیرو چمتووالی او د ازموینې له قانون سره سم د مسودې پای ته رسول او د ټولیزو اداراتو د ازموینو اخیستل او اداري او تخنیکي سیسټم معیاري کول دي.