د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ سپینې شګې تفریحي سیمه د یوه کال لپاره په قرارداد ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي اړوند شرکت به سپینه شګه کې د یوه هوټل تر څنګ جومات جوړوي او بېلا بېلو برخو کې به د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابروي.
د پکتیا اوسېدونکي وايي، چې تېر کال اختر کې هم دغه سیمه په قرارداد ورکړل شوې وه چې اړوند شرکت نیمګړتیاوې درلودې او چارې یې بشپړې نه شوې.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، چې سپینه شګه کې دې د اختر ورځو کې د بیو لوړوالي مخنیوی وشي، او د ګڼې ګوڼې او لارو خلاصون لپاره دې ترافیک پولیس هم په دندو وګومارل شي.
د اریوب ځاځیو ولسوالۍ سپینې شګې سیمه ته وروسیو کلونو کې د سیلانیانو پام ور اوښتی او د اخترونو ورځو کې لسګونه زره کسان د تفریح لپاره ورځي.