Home » سیمه او نړی » د اروپا د ځپل شوي اقتصاد رغولو ته د دوه تریلیون ډالرو د مرستو پلان
رویداد خبري آژانس

د اروپا د ځپل شوي اقتصاد رغولو ته د دوه تریلیون ډالرو د مرستو پلان

د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل د دوشنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۳۰) هیله څرګنده کړه چې ښایي نن به د اروپایي ټولنې مشران د شاوخوا دوه تریلیون ډالرو د مرستې په بستې باندې موافقه وکړي چې د کروناویروس د وبا په وجه ددې ټولنې د ځپل شوي اقتصاد د رغونې په مقصد کارول کیږي.

آغلې مرکل وویل: «مونږ تیره شپه د اوږدو مذاکراتو وروسته د ممکنې موافقې لپاره یو چوکاټ رامنځ ته کړ.» هغې د بلجیم پایتخت بروکسل ته د رسیدو پر وخت خبریالانو ته دا هم وویل چې دغه پرمختګ دا هیله راژوندۍ کوي چې ښایي نن دوشنبه موافقه ترلاسه شي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون هم د اروپایي ټولنې د مشرانو د موافقې په اړه خوشبین دی او نن هغه هم بروکسل ته د رسیدو پر وخت وویل چې: «ورځ د پرمختګ په ژمنو پیل کوم.»

د کروناویروس سره د مبارزې او د اروپایي ټولنې د اقتصاد د رغیدو لپاره د دوه تریلیون ډالرو د مرستو پر دغه بستې باندې د نظر اختلاف هغه وخت رامنځ ته شو چې د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل او د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د اروپایي ټولنې د مشرانو له غونډې ووتل.

د اروپایي ټولنې د شمال څلور بډایه غړي هیوادونه د محدودو مرستو او د دغې ټولنې جنوب هیوادونو لپاره د مرستو د سختو شرایطو غوښتونکي دي. دغه هیوادونه د کروناویروس سخت ځپلي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...