د اروپا د فوټبال په دوام به نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه نېته) درې لوبې ترسره شي.
په لومړۍ لوبه کې به د فرانسې ملي لوبډله له کوربه هېواد هنګري سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دویمه لوبه د جرمني په مونشن ښار کې د پرتګال او جرمني لوبډلو ترمنځ کېږي.
د درېیمې لوبې کوربه اسپانیه ده چې ټیم به یې خپل هېواد کې له پولنډ سره مخامخ شي.
د اروپا د فوټبال جام سیالۍ د جون په ۱۱مه پيل شوي او د جولای تر ۱۱مې دوام کوي.