د اروپا د فوټبال جام د سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه نېټه) څلور لوبې کېږي.
په لومړیو دوو لوبو کې د افغانستان پر وخت د شپې اته نیمې بجې سویډن له پولنډ او سلواکیا له هسپانیا سره مخامخېږي.
په دوو نورو لوبو کې د کابل پر وخت دشپې یوولس نیمې بجې پرتګال د فرانسې او جرمني د هنګري په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
د اروپا د فوټبال جام سیالۍ یا یوفا چې له تېر میلادي کاله سږکال ته د کرونا ویروس له کبله وځنډول شوې، د جون پر یوولسمه پیل شوي او د جولای تر یوولسمې دوام کوي.