Home » سیمه او نړی » د اروپایي ټولنې مشران نن په خپله سرمشریزه کې پر یو شمېر مسایلو غږېږي
رویداد خبري آژانس

د اروپایي ټولنې مشران نن په خپله سرمشریزه کې پر یو شمېر مسایلو غږېږي

د اروپایي ټولنې مشران به خپله سرمشریزه کې چې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه نېټه) پیلېږي او دو ورځې به دوام وکړي. له روسیې سره د اړیکو د پاللو په اړه پر نوي ستراتیژي او د هنګري د همجنسپالانو او نورو جنسیتي اقلیتونو د نوي لانجمن قانون په اړه خبرې وکړي.

د اروپايي ټولنې مشران به پر دې مسالې چې ایا د نوې ستراتیژۍ په چوکاټ کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره یوه غونډه را وبولي او که نه، هم خبرې وکړي.

دغه وړاندیز د فرانسې او جرمنې استازیو په وروستۍ شېبه کې دغې سرمشریزې ته د یوې احمتالي حل لارې په توګه وړاندې کړ چې که دا غونډه وکولای شي له روسیې سره د دې ټولنې اړیکې چې د لا خرابېدو پر خوا روانې دې، ورغوي.

خو یو شمېر اروپایي ډیپلوماتانو ویلي چې تر هر ډول یوې غونډې مخکې باید په اړیکو کې پرمختګ شوی وي او د دې ټولنې په تېره بیا د ختیځې اروپا یو شمېر غړي بیا له کرملین سره خبرو ته اندېښنه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...