د کانونو او پټرولیم وزارت په اروزګان ولایت کې د څلورو کانونو د استخراج تړونونو له لاسلیکولو خبر ورکوي.
د یاد وزارت ویاند وایي، د روزګان د فلورایټ او فیروزې کانونو تړونونه له څلورو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي او یاد شرکتونه باید د تړون شرایطو ته په پام کانونه استخراج کړي.
له دې سره سم، د کانونو او صنایعو خونه وايي، د کانونو د تړونونو ورکړه باید په راڼه توګه تر سره شي او همداراز ګټونکي شرکتونه باید د یادو کانونو د پروسس چارې په کور دننه ترسره کړي.
له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، تېر کال د ۴۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان معدني مواد نورو هېوادونو ته صادر شوي او په وینا یې که د کانونو په راوېستنې کې اسانتیاوې رامنځته شي؛ نو هېوادوالو ته د کاري زمینو له برابرېدو سربېره به د هېواد عواید هم ډېر شي.