Home » سیمه او نړی » د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ تازه نښته کې لسګونه ارمني سرتېري وژل شوي

د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ تازه نښته کې لسګونه ارمني سرتېري وژل شوي

د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ د روسيې په منځګړېتوب له څو مياشتني اوربند وروسته، په ناګورنو قره‌باغ سيمه کې يو وار بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پيل شوې.

تازه د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ويلي، چې له اذربايجان سره ګډې پولې ته څېرمه يې په جګړه کې ۴۹ سرتېري وژل شوي دي.

د نوموړي له دې ادعا سره سم نړيوالو له دواړو هېوادونو په سم لاسي توګه د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده.

د نړيوالو ترڅنګ د روسيې بهرنيو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې دواړو خواوو ترمنځ له نن سهار راهيسې يو وار بيا پر اوربند هوکړه شوې.

د دې وزارت له لوري په خپاره شوي بيان کې هيله ښودل شوې، چې دواړه هېوادونه دې د روسيې په منځګړيتوب د رامنځته شوي اوربند هوکړې ته پابند پاتې شي.

د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ جګړه په تېر ۲۰۲۰ کال کې د روسيې په منځګړيتوب د اوربند د يوې هوکړې پر بنسټ پايته ورسېده. خو پر دې سربېره هم وخت ناوخت په ناګورنو قره‌باغ سيمو کې دواړو هېوادونو د سرتېرو ترمنځ جګړې کېږي.

دواړه هېوادونو د يادو جګړو پړه پر يوه او بل ور اچوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...