Home » افغانستان » د احصایې اداره: د افغانستان نفوس ۳۵٫۸ میلیونه ښودل شوی

د احصایې اداره: د افغانستان نفوس ۳۵٫۸ میلیونه ښودل شوی

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولین وایي، دې ادارې په وروستي یو کال کې نفوس شمېرنه کړې چې د هغې پر بنسټ د افغانستان نفوس ۳۵٫۸ میلیونه ښودل شوی دی.

د دې ادارې مسوولانو نن (چهارشنبې، د زمري ۱۷مه) «د یوې کلنې امارتي دورې لاسته راوړنو» په برنامه کې ویلي چې په دې شمېرو کې ۱۸٫۲ میلیونه نارینه او ۱۷٫۵ میلیونه ښځینه اټکل شوې دي.

د یادې ادارې د شمېرو پر اساس ۹٫۲ میلیونه کسان په ښاري سیمو کې او ۲۵ میلیون نور کسان په کلیو کې ژوند کوي.

مسوولینو ویلي چې د احصایې ادارې په تېر یو کال کې په بېلابېلو برخو کې سروېګانې ترسره کړې دي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د ا.ا له بیاځلي واکمنېدو څخه تر اوسه په ټوله کې ۷٫۸ میلیونه الکټرونیکي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د ناخالصو کورنیو تولیداتو په برخه کې د احصایي ملي ادارې شمېرې ښيي چې په تېرو کلونو کې د افغانستان ۱۷٫۲۳ میلیارد ډالر ناخالص تولیدات درلودل.

د یادې ادارې د مسوولینو په وینا، دا شمېرې د پروسږ کال په پرتله ۲٫۷ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...