Home » افغانستان » د اتلانو په جام کې افغان لوبډله له کومو هېوادونو سره لوبې کوي؟

د اتلانو په جام کې افغان لوبډله له کومو هېوادونو سره لوبې کوي؟

ټاکل شوې د اتلانو جام (چمپین ټرافي) د روان کال فبرورۍ میاشتې پر ۱۹مه، د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شي.

په دغه جام کې د نړۍ اته غوره لوبډلې شاملې دي چې کوربتوب یې د پاکستان هېواد کوي.

یادې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې، چې په لومړي (A) ګروپ کې پاکستان، نیوزلنډ، هند، بنګله‌دېش او په دویم (B) ګروپ کې افغانستان، اسټرلیا، انګلستان او جنوبي افریقا لوبډلې د لوبېدو امتیاز لري.

په دغو اتلولیو کې لومړۍ لوبه د پاکستان او نیوزلنډ ترمنځ ترسره کېږي چې دواړو لوبډلو د بشبړ چمتوالي خبر ورکړی.

افغانستان له جنوبی افریقا سره لومړی سیالي کوي، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ تېره یکشنبه د دغو سیالیو لپاره د حشمت الله شهیدي په مشرۍ ۱۵کسیزه نوملړ اعلان کړ چې یو شمېر ځوان لوبغاړو ته یې د لوبېدو فرصت ورکړی.

په اعلان شویو لوبغاړو کې د افغان لوبډلې د پیل توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ هم له نږدې شپږو میاشتو ځنډ وروسته د لوبډلې برخه ګرځول شوی.

هغه چې په ښنګري کې د ټپ له کبله تر درملنې لاندې و تازه په متحده عربي اماراتو کې په نړیوال شل اوریز لیګ کې د لوبېدو برخه لري.

د افغان کرېکټ بورډ لخوا په خپورشوي نوملړ کې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمان الله ګربز، ګلبدین نایب، اکرام، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشدخان، الله محمد غضنفر، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي او فرید ملک شامل دي.

دا ځل له ملي لوبډلې سره مجیب الرحمان نشته، خو تشه یې الله محمد غضنفر ډکه کړې ده.

یو بل سوکه توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال هم د لوبډلې برخه جوړوي.

د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ اعلان شوې لوبډله کې نور غوره شوي ډېر لوبغاړي داسې دي چې پخوا یې هم د افغانستان په استازولۍ لوبې کړي دي.

کوم لوبغاړي ریزرف دي؟

دروېش رسولي، ننګیال خروټی او چټک توب اچوونکی بلال سمېع بیا هغه لوبغاړي دي چې د اضافي یا ریزرف لوبغاړو په توګه اعلان شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...