Home » سپورټ » د اتلانو جام لومړۍ لوبه د پاکستان او نیوزلند ترمنځ ترسره کېږي
پاکستان کرکټ لوبغاړي

د اتلانو جام لومړۍ لوبه د پاکستان او نیوزلند ترمنځ ترسره کېږي

د کرکټ د اتلانو جام لومړۍ سیالۍ به سبا چهارشنبه (فبرورۍ پر ۱۹مه) د پاکستان او نیوزلند ترمنځ ترسره شي.

د معلوماتو له مخې دواړو لوبډلو د یادې سیالۍ لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی دی.

د اتلانو جام دویمه لوبه بیا د هند او بنګله‌دېش ترمنځ ترسره کېږي چې یاده سیالۍ به راتلونکې پنجشنبه پیل شي.

د جام درېیمه لوبه بیا د افغانستان او جنوبي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي چې ګڼ شمېر مینوال ورته په تمه دي.

پاکستان ته د هند لوبډلې نه تګ له کبله دا لوبې په دوو ځایونو کې ترسره کېږي چې یو یې پاکستان او بل یې متحده عربي امارات دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغان لوبډله

د کرکټ ملي لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه هم وبایلله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ...