د اتلانو جام لومړۍ لوبه د پاکستان اونیوزلنډ ترمنځ په کراچۍ ښار کې ترسره شوه چې پاکستان لوبډلې پکې د ۶۰منډو په توپیر ماته وخوړه.
لومړۍ توپوهنه د نیوزلنډ لوبډلې پیل کړه او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۲۰منډې وکړې.
په ځواب کې د پاکستان لوبډلې توپوهنه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۲۶۰منډې وکړې او لوبه یې د ۶۰منډو په توپیر وبایلله.
د نیوزلنډ لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې ځوان لوبغاړي ټام لتم وکړې هغه په ۱۰۴توپونو ۱۱۸منډې وکړې او د غوره لوبغاړي جایزه یې هم خپله کړه.
نن د اتلانو جام دویمه لوبه د هند او بنګله دېش ترمنځ ترسره کېږي چې دواړو لوبډلو ورته بشپړ چمتوالی نیولی دی.