Home » افغانستان » دیبرا لاینز: د ۲۰۲۱کال په لومړیو۳ میاشتو د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله د تيرکال د همدې مودې پر تله ۲۹سلنه زیاته شوې
رویداد خبري آژانس
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشره

دیبرا لاینز: د ۲۰۲۱کال په لومړیو۳ میاشتو د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله د تيرکال د همدې مودې پر تله ۲۹سلنه زیاته شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشره وایي، د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لومړیو درېیو میاشتو په امنیتي پېښو کې افغان ښځې زیاتې قربانې شوي دي.

دیبرا لاینز پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې انلاین غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ وبلله.

نوموړې وویل: “د ۲۰۲۱میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال د همدې مودې پر تله ۲۹ فیصده زیاته شوې ده. له بده مرغه د ښځو مرګ ژوبله ۳۷ فیصده او د ماشومانو مرګ ژوبله ۲۳ فیصده زیاته وه.”

د یوناما مشرې د افغانستان د جګړې له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چې د شخړو پرمهال د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

تردې مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې تېر میلادي کال تر ۲،۰۰۰ زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...