Home » افغانستان » دکورنیوچارو وزارت: کابل کې د نظامي یونیفورم او البسې لویه زېرمه کشف شوې
رویداد خبري آژانس

دکورنیوچارو وزارت: کابل کې د نظامي یونیفورم او البسې لویه زېرمه کشف شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند ډسپېچري سيمه کې يې د نظامي يونيفورم او البسې لويه زېرمه کشف کړې ده.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نظامي یونیفورم او البسې یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

د اعلامیې په وینا په یاده زېرمه کې، ۶۵ زره جوړې یونیفورم او ۴۵ زره جوړې عسکري بوټونه شامل دي چې له تېرو کلونو راهیسې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند “ډسپېچري” سیمه کې په نهو څلوېښت فوټه کانتینرونو کې ځای پر ځای شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت ويلي، د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...