Home » اقتصادی » دکرنې وزارت: ننګرهار کې په ۶۴۰ بڼوالو کرنیز توکي ووېشل
رویداد خبري آژانس

دکرنې وزارت: ننګرهار کې په ۶۴۰ بڼوالو کرنیز توکي ووېشل

د ننګرهار د کرنې، ریاست له خوا ددې ولایت د کوټ، رودات، اچین، چپرهار، شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو په ۶۴۰ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل شوي دي.

دغه توکي، د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» په همکارۍ په هغو بڼوالو وېشل شوي دي، چې دیادې پروژې له خوا ورته د مېوو بڼونه هم جوړ شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې د دوا شیندنې « PRR»پمپ، د ښاخبری لوی او واړه قیچې، د ښاخبری اره، عینکې، دستکشې، موزې، د حاصلاتو راټولولو توکي او یوشمېر نور اړین توکي شامل دي، چې د عصري بڼوالۍ د ترویج په موخه پر بڼوالو وېشل شوي دي.

ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او اقتصادي پیاوړتیا، د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو توکو دودول او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.

له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...