Home » فرهنګی او ټولنیز » دپيکا پاډوکون له پراباس سره په نوي فلم کې کار کوي
رویداد خبري آژانس

دپيکا پاډوکون له پراباس سره په نوي فلم کې کار کوي

د هندي سينما نوموتې او ښايستوکې هنرمنده دپيکا پاډوکون د ډېرو پېسو ګټونکي فلم (باهو بلي) لوبغاړي پراباس سره په راتلونکي فلم کې کار کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دپيکا پاډوکون به په خپل نوي فلم کې له پراباس سره ګډ کار وکړي، تر اوسه پورې د دې فلم نوم له خلکو سره نه دى شريک شوى.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دا فلم په درې ژبو، تيلګو، هندي او تامل کې جوړېږي، که څه هم دا فلم د هندي سينما په برخه کې نه راځي، خو د تيلګو فلمونو يا ټالي ووډ تر ټولو مشهور هنرمند پراباس او د هندي سينما نوموتې هنرمنده دپيکا پاډوکون به په دې فلم کې ګډ کار وکړي.

رویداد خبري آژانس
دپیکا پاډوکون

دپيکا پاډوکون په ټويټرپاڼه کې په يو پېغام کې د (دپيکا پراباس) هشټاګ هم کارولى دى او خپل مينه وال يې د دې فلم نه خبر کړي دي چې هغه پکې کار کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د دپيکا پاډوکون د دې فلم ډايريکټر يا لارښود به ناګ اشون وي او همدا راز پروډيوسر يا مصارف کوونکى يې اسواني دت ويجى دى، دا فلم ښايي په ٢٠٢٢ کال کې د دغه فلمي شرکت د پنځوسمې کليزې پر مهال نندارې ته وړاندې شي.

رویداد خبري آژانس

د يادولو وړ ده چې باهو بلي فلم چې په دوه برخو کې خپور شوى و، پراباس پکې مرکزي رول لوبولى و او دې فلم ډېرې زياتې پېسې ګټلې وې. د دې فلم لومړۍ برخې د سينماګانو څخه ٦٨٥٠ ميليونه کلدارې او دويمې برخې يې بيا ١٨١٠٠ ميليونه هندي کلدارې ګټلې وې.

د يادولو وړ ده چې دپيکا پاډوکون د خپل خاوند رنوير سينګ سره په (٨٣) فلم کې هم کار کړى دى، دا فلم چې په کرکټ جوړ شوى دى، اوس د سينماګانو پرانيستو ته په تمه دى تر څو نندارې ته وړاندې شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...