Home » افغانستان » دپاکستان د اطلاعاتو وزیر:هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی
رویداد خبري آژانس

دپاکستان د اطلاعاتو وزیر:هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی

پاکستان یو ځل بیا ادعا کړې چې هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر اکبر حسین دراني وایي پاکستان د افغانستان د سولې لپاره هڅه کړې ده چې ټولې نړۍ ولیده خو اوس هند له ټولو لارو هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر تخریب کړي.

نوموړي په دې اړه لا ډېر وضاحت نه دی ورکړی خو وایي هند په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی نه دی.

بلخوا تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي هم پر هند تور پورې کړی و چې د افغان سولې بهیر تخریبوي.

په ورته وخت کې داسې ویل کېږي چې طالبانو له هند سره مخامخ خبرې پيل کړې دي او هڅه کوي دغه هېواد قانع کړي چې ددوی له لوري ګواښ نه دی ورته جوړ او نه هم د دښمن په سترګه ورته ګوري.

دغه راپورونه طالبانو او یا هم هند په رسمي توګه نه دي تایید کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...