Home » افغانستان » دوولس هېوادونو د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

دوولس هېوادونو د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې

د دوولس هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان د کار او زده‌کړو په برخه کې پر ښځو او نجونو لګېدلو محدودیتونو ته اندېښنه ښودلې او له ا.ا یې غوښتي چې په دې اړه پخپلو پرېکړو بیا سره کتنه وکړي.

 د البانیا، اندور، بلجیم، کاناډا، فرانسه، المان، بلغاریا، کوسوو، لیختن اشتاین، منګولیا، هالنډ، او رومانیا د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې پرون شنبه د سلواغې ۲۸مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ا.ا سیاسي پرېکړو د افغانستان نیم نفوس له خطر سره مخ کوي.

هغوی له ا.ا غوښتي چې نړیوال په ځانګړې توګه بشري حقونه رعایت کړي او ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي.

د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې په نړیوالو  ژمنو د ا.ا د مسوولانو پابندي له نړیوالو نظام سره د افغانستان د یوځای کولو له اصلي اړتیاوو څخه دي.

بلخوا د ا.ا مسوولانو بیا بیا ویلي چې د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو سره به نجونو او ښځو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...