Home » افغانستان » “دوه برېتانوي وګړي له داعش سره د اړيکو په تور نيول شوي”

“دوه برېتانوي وګړي له داعش سره د اړيکو په تور نيول شوي”

د برېتانيا ګارډين ورځپاڼې خبر ورکړی چې د دغه هېواد دوه وګړي د افغانستان په شمال کې د طالبانو له لوري له داعش ډلې سره د اړيکو لرلو په تور نيول شوي دي.

ګارډين د تېرې سې‌شنبې په ورځ د (سلواغې په ۱۹مه) په دې اړه خپاره کړي راپور کې ويلي، ياد دوه تنه د ازبېکستان له لارې افغانستان ته ننوتي دي چې د برېتانيا د وګړتوب اسناد لري.

ورځپاڼې د ازبېکستان حکومتي سرچينو په حواله ويلي، په ياده نېټه دوه برېتانوي وګړي د هوايي ډګر له لارې له دې هېواد وتلي چې د برېتانيا وګړتوب رسمي او ازبېکستان ته د سفر قانوني اسناد يې درلودل.

سرچينې زياته کړې چې د يادو کسانو په اړه يې مشکوک څه نه دي ترلاسه کړي او ان دا چې د انټرپول پوليسو له لوري د تعقيب کېدونکو کسانو په نوم‌لړ کې يې هم نومونه دي موندل شوي.

خو ګارډين ته بيا يوه طالب قومندان د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، يادو دوو تنو د پلټنې پرمهال ورته په جلال‌اباد ښار کې د خپلوانو د لرلو ادعا کړې او د دې ترڅنګ يې ترې يوه اندازه نظامي وسايل او څو دوربينونه هم ترلاسه کړي دي.

د قومندان په خبره، له يادو کسانو څه ۱۰ زره پونډه او دغه راز داسې مواد چې په چاودېدونکو توکو ترې ګټه اخيستل کېږي هم ترلاسه کړي دي. اسلامي امارت تر اوسه په رسمي ډول د يادې موضوع په اړه څه نه دي ويلي.

د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو وروسته دا لومړۍ ځل دی چې د لوېديځ هېوادونو وګړي له ترهګرۍ سره د تړاو لرلو په تور نيول کېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...