Home » افغانستان » دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ټيمونو غونډه کړې
رویداد خبري آژانس

دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ټيمونو غونډه کړې

په داسې حال کې چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د مرکچي پلاويو ترمنځ په مذاکراتو کې ځنډ لا هم دوام لري، خو تازه رويداد نيوز داسې راپورونه ترلاسه کړي چې ښيي دواړو لوريو پرون د سې شنبې په ماښام (د غبرګولي په ۱۸مه نېټه) مخامخ غونډه کړې.

په قطر کې د وسله‌والو طالبانو سياسي دفتر وياند محمد نعيم وردګ هم د مرکچي پلاويو ترمنځ د غونډې ترسره کېدل تائيدوي او وايي، په ياده غونډه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو پر ګړندي کولو او اجنډا خبرې وشوې.

نوموړی رويداد نيوز ته زیاته کړې، چې د تېر ماښام په ترسره شوې غونډه کې د دواړو لوريو د مرکچي پلاويو مشرانو او يو شمېر غړو ګډون درلود.

په دې وروستيو کې پر وسله‌والو طالبانو نيوکې دي چې ګواکې د مذاکراتو د چټکتيا په برخه کې جدي نه دي او پر ځای يې ډېر تمرکز د جګړې پر شدت کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...