د سوريې دولتي رسنۍ SANA راپور ورکړی چې تېره شپه د سوريې پلازمېنه دمشق ته نږدې اسرائيلي ځواکونو د توغنديو په وسيله څو ځايونه په نښه کړي دي.
د راپور له مخې په دې بريدونو کې د سوريې ۳ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي. د سوريې دفاع وزارت دغه بريد د اسرائيلو تېری بللی او ويلي يې دي، چې دا ډول بريدونه د منلو نه دي.
د چارواکو په خبره، د اسرائيلو دې راکيټي بريد پرمهال يې يو شمېر راکيټونه د دفاعي سيسټم پر مټ خنثی کړي؛ خو ځيني نور چې خنثی شوي نه دي، دمشق ته څېرمه په بېلابېلو سيمو کې لګېدلي دي.
تر اوسه اسرائيلو په سوريې کې د دې بريدونو په اړه څه نه دي ويلي، له دې وړاندې هم اسرائيلو په سوريې کې ورته راکيټي او هوايي بريدونه کړي دي او ويلي يې دي چې دغه بريدونه يې د وسلهوالو پر هدفونو کړي دي.