Home » افغانستان » دلغمان دملي امنیت ځواکونو یو۱۲ کلن هلک د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی
رویداد خبري آژانس

دلغمان دملي امنیت ځواکونو یو۱۲ کلن هلک د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی

دلغمان دملي امنیت ځواکونو له لوري د انسان تښتونکو له منګولو را ژغورل شوی ۱۲ کلن کوچنی تېره ورځ د رسنیو پر وړاندې خپلې کورنۍ ته وسپارل شوو.

دلغمان مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار پرون دوشنبې د سپتمبر ۲۹ (تلې ۹) د یوه خبري کنفرانس پرمهال یاد کوچنی خپلې کورنۍ ته وسپاره.

مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار د معلوماتو له مخې چې د محبت په نامه یو ۱۲ کلن هلک وړمه ورځ ناوخته انسان تښتونکو مهترلام ښار څخه تښتولی و، لغمان ولایت د ملي امنیت ځواکونو له لوري د الیشنګ ولسوالۍ په استقامت د دوی له منګولو ژغورلی او پرون یې رسماً خپلې کورنۍ ته وسپاره.

نوموړي یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ډیر ژر به ددغې قضیې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري او ولسونه دې هم د ډاډمن امنیت په موخه له امنیتي او کشفي ارګانونو سره خپله همکاري لا زیاته کړي.

په ورته مهال د انسان تښتونکو له منګولو د ژغورل شوي هلک نیا د ملي امنیت له منسوبینو او ځواکونو څخه مننه وکړه او خوښي یې اوښوده چې د هغې اولاد یې له انسان تښتونکو څخه را وژغوره.

دغې مېرمنې په ټولو ولسونو غږ وکړ چې د ډاډمن امنیت، د تر هګریزو او تخریبي کړنو د مخنیوي او نورو برخو کې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره همکاري زیاته کړي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...