Home » افغانستان » دفاع وزیر: د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتیا نشته

دفاع وزیر: د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتیا نشته

د دفاع سرپرست وزیر وايي، افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.

نوموړي له العربیة ټلویزیون سره تازه مرکه کې د چین په همکارۍ د ایران او سعودي ترمنځ د روغې جوړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، ا.ا د دې جوړې هرکلی کوي او ښايي پر افغانستان هم ښه اغېز ولري.

خو دی وايي که د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې ښې یا خرابې وي، د افغانستان سرپرست حکومت له سعودي سره نږدې او ښې اړیکې غواړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کوردننه او نړیواله ټولنه ټينګار کوي چې داسې یو حکومت باید رامنځته شي چې ټول افغان او سیاسي لوري په کې ځان وویني.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...