Home » افغانستان » دفاع وزارت: ۲۰ امنیتي ځواکونه د طالب له زندانه څخه آزاد شول
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: ۲۰ امنیتي ځواکونه د طالب له زندانه څخه آزاد شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان ځواکونو د نیمروز ولایت په “خاشرود” ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي.

د دغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۱۷ د ملي اردو ځواکونه او ۳ ملي پولیس ځواکونه آزاد شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قومندان “مولوي بشیر” په ګډون ۷ طالبان هم وژل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...