د افغانستان ملي دفاع وزارت نن ( چهار شنبه ۱۳۹۹ دکب ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کندهار ولایت کې ۴۳ وسلوالو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه وزارت په اعلامیه کې ویلي چې په کندهار ولایت کې افغان هوايي د کمانډو ځواکونو په ملاتړ ګډ عملیات تر سره کړي.
وزارت زیاته کړې د یاد ولایت په ارغنداب، پنجوايي، ژیړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې تصفیوي ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې ۳۴ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
دفاع وزارت همدا راز وویل په دغو سیمو کې د وسلوالو څخه ۲ موضع، ۸ موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.