د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو یې د هوايي قواوو په ملاتړ، تېره ورځ د کندهار ولایت ارغنداب، ژیړۍ، شاه ولیکوټ او میوند ولسوالیو کې طالبانو پر وړاندې عملیات تر سره کړي دي.
دغه وزارت نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه نېټه)په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.
دفاع وزارت ویلي چې د دې پخوا کې ۶۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ول، د ملي اردو انجینرۍ ټيم له لوري کشف او د سیمې څخه لرې چاودنه ورکړل شوه.