د افغانستان ملي دفاع وزارت په (۱۳۹۹ د کب ۱۵مه) نیټه یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو چې هوایي قواوو هم ورسره مل و، د کندهار ولایت په ارغنداب او پنجوايې ولسوالیو کې عملیات تر سره کړل.
امنیتي چارواکي وايي د علمیاتو په پایله کې ۲۲ طالبان ووژل شول, ۷ تنه ټپيان او د ارغنداب ولسوالۍ پراخه سېمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
په اعلامیه کې راغلي چې د وسلوالو ۲ قرارګاوې او ۲ موټر سایکل له منځه یوړل شول.
اعلامیه زیاتوي د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کۍ د طالبانو له خوا ۱۷ کړۍ خښ شوي ماینونه د ملي اردو انجینرۍ ټیم له لورې کشف او شنډ شول.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.